کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه اداکار چې جوهي چاوله ته یې په ماشومتوب کې د واده وړاندیز کړی و

هغه اداکار چې جوهي چاوله ته یې په ماشومتوب کې د واده وړاندیز کړی و

د بالیووډ اداکارې جوهي چاوله څرګنده کړه چې اداکار عمران خان ورته په ماشومتوب کې د واده وړاندیز کړی و.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د بالیووډ اداکار عامر خان وراره عمران خان نن خپله ۳۹مه کلیزه لمانځي او په دې مناسبت جوهي چاوله د هغه عکسونه هم خپاره کړي.

نوموړې له عکسونو سره یوه پخوانۍ کیسه هم رایاده کړې او ویلي یې دي، کله چې عمران خان ۶ کلن و، ماته یې د واده وړاندیز وکړ او زیاته کړې یې ده چې عمران له هماغه وخته قیمتي کاڼي پېژندل، کلیزه دې ډېره مبارک وي.

داسې ویل کېږي چې جوهي چاوله له عامر خان سره په ډیرو فلمونو کې کار کړی دی، عمران خان به د هغه د شوټینګ په وخت کې له جوهي چاوله سره لېده کاته کول او هلته به یې هغې ته د واده وړاندیز کړی وي.

د يادونې وړ ده، چې جوهي چاوله د خپل مسلک په اوج کې له هندي سوداګر جي مهتا سره واده وکړ، د هغې مېړه د هند يو له مشهورو سوداګرو څخه دی، يو زوی او يوه لور لري. بلخوا عمران خان د بالیووډ په څو فلمونو کې له کار کولو وروسته تېر کال اداکاري پرېښوده.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …