کورپاڼه / خبرونه / راشد خان، سټرایکرز ته: خپلې لوبډلې ته ښه بخت او ان شاءالله کال ته به سره ګورو

راشد خان، سټرایکرز ته: خپلې لوبډلې ته ښه بخت او ان شاءالله کال ته به سره ګورو

راشد خان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې له خپلې لوبډلې اډلیډ سټرایکرز سره مخه ښه وکړه او د افغانستان ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو لپاره قطر ته روان شو.

نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، تېرې څو اوونۍ لکه د تېر کال په څېر له سټرایکرز کورنۍ سره په زړه پورې وې، خپلې لوبډلې ته ښه بخت او ان شاءالله کال ته به سره ګورو.

هغه په ټویټ کې د افغانستان او هالېنډ ترمنځ درېیو یوه ورځنیو لوبو ته په اشارې سره ویلي، چې راتلونکې دنده د افغانستان لپاره لوبې.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به په راتلونکې اوونۍ، یعنې د جنورۍ په ۲۱، ۲۳ او ۲۵مه نېټه یوه ورځنۍ سیالۍ پخپل کوربتوب په قطر کې ترسره کړي.

د ویلو ده چې افغان لوبډله بوخت مهالویش لري او له هالېنډ سره له لوبو وروسته به له زمبابوې سره درې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي، خو دا سیالۍ یو څه شکمنې ځکه دي چې زمبابوې کې د کورونا وایروس له امله یې ترسره کېدل تر پوښتنې لاندې دي.

له هغې وروسته به افغان لوبډله بنګله دېش ته سفر ولري او هلته به د فبرورۍ په وروستۍ اوونیو کې درې یوه ورځنۍ او د مارچ په سر کې دوه شل اوریزې لوبې ولري.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …