کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا د هند پر وړاندې ټیسټ لوبلړۍ وګټله

سویلي افریقا د هند پر وړاندې ټیسټ لوبلړۍ وګټله

د هند او سویلي افریقا ترمنځ د دریو ټیسټ لوبو په دریمه او وروستۍ لوبه کې سویلي افریقا بریا خپله کړه او لوبلړۍ یې ۲-۱ وګټله.

دا لوبه د سویلي افریقا په کوربتوب په کیپ ټاون کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې هند لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۷۷.۳ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۲۳ منډې یې وکړې. د دوی ویرات کوهلي ۷۹ او چیتشور پوجارا ۴۳ زیاتې منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا کاګیسو رباډا ۴، مارکو جانسن ۳، ډوین اولیور، لانګي نیګډي او کیشو مهاراج ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

سویلي افریقا د هند ۲۲۳ منډو په ځواب کې ۷۶.۳ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې، ۲۱۰ منډې یې وکړې او ۱۳ منډې باقي شو. د دوی له لورې کیګسن پیټرسن ۷۲ او تمبا بواما ۲۸ زیاتې منډې وکړې. د هند لپاره جسپریټ بومرا ۵، اومیش یادیو او محمد شامي ۲-۲ او شردل ټاکور ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

هند لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې ۶۷.۳ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې، چې ویرات کوهلي ۲۹ او ریشب پینټ ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا مارکو جانسن ۴، کاګیسو رباډا او لانګي نیګډي ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

سویلي افریقا د ۲۱۲ منډو هدف د درې ویکټو په زیان په ۶۳.۳ اورونو کې پوره کړ او هند ته یې د درېیو ټیسټ لوبو لړۍ کې ۲-۱ ماتې وکړه، د دوی له لورې کیګسن پیټرسن ۸۲ او وین در دوسن ۴۱ زیاتې منډې وکړې. د هند لپاره شردل ټاکور، محمد شامي او جسپریټ بومرا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …