کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایشیز وروستۍ لوبه؛ اسټرالیا د شپږ ویکټو په زیان ۲۴۱ منډې لري

ایشیز وروستۍ لوبه؛ اسټرالیا د شپږ ویکټو په زیان ۲۴۱ منډې لري

ایشیز لوبلړۍ د پنځمې او وروستۍ ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده، اسټرالیا د شپږ ویکټو په زیان ۲۴۱ منډې لري.

دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب په هوبارټ کې روانه ده، د لوبې په پیل کې انګلستان لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ اچونه غوره کړه.

د دې لوبې په لومړیو کې اسټرالیا له سختو ستونزو سره مخ شوه، ځکه چې ډیویډ وارنر او سټیو سمېت په صفر-صفر وسوځېده او عثمان خواجه هم په ویکټ ونشو درېدلی.

اسټرالیا د لومړۍ ورځې تر پایه ۵۹.۳ اورونه ولوبول، شپږ ویکټې یې له لاسه ورکړي او ۲۴۱ منډې لري، چې سبا ورځ به هم خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړي.

د اسټرالیا په سوځېدلو لوبغاړو کې ډیویډ وارنر او سټیو سمېت په صفر-صفر، عثمان خواجه ۶، مارنس لبشين ۴۴، ټریوس هیډ ۱۰۱، کیمرون ګرین ۷۴ منډې وکړې.

د انګلستان لپاره سيټورټ براډ او اولي روبینسن ۲-۲، کریس ووکس او مارک ووډ په دې توانېدلي چې یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …