کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا چوپړا د ماشوم د راوړلو هیله منده ده

پریانکا چوپړا د ماشوم د راوړلو هیله منده ده

په یوې تازه مرکه کې د نړۍ مشهورې هندي اداکارې پریانکا چوپړا له خپل مېړه امریکايي سندرغاړي نیک جونس سره د خپلو هیلو په اړه خبرې کړې دي.

پریانکا چوپړا په خپله یوه وروستۍ مرکه کې له خپل میړه نیک جونس سره د خپلې کورنۍ یا نسل ډېرولو په اړه د خپلو پلانونو ترټولو لوی او خورا ښکلې برخه وګڼله.

هغې وويل چې غواړي له خپل ميړه سره کورنۍ ته پرمختګ ورکړي او هیله لري چې ماشومان ولري. هغې زیاته کړې، خو دا به هغه وخت کېږي، کله چې د خدای فضل وي.

د مرکې په جریان کې، اداکاره وپوښتل شوه چې ایا هغه او نیک جونس چمتو دي، چې په خپل مسلک کې د ماشومانو لویولو ته لومړیتوب ورکړي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې پریانکا چوپړا وویل، د دوی دواړه د ماشوم راوړلو سره کومه ستونزه نلري او پر ټولنیزه رسنۍ د نوم د بدلون په سبب د خلکو غبرګون په اړه وایي، چې د دې هر څه په لېدو یې ډېر بد احساس وکړ.

دا هم ولولئ

((پریانکا تل د زیاتو اولادونو غوښتونکې وه))

د بالیووډ نړۍ د مشهورې اداکارې پریانکا چوپړا د تره لور میرا چوپړا وایي، چې …