کورپاڼه / کرکټ / د نړیوال شل اوریز جام لپاره مهالویش د جنورۍ په ۲۱مه اعلانیږي

د نړیوال شل اوریز جام لپاره مهالویش د جنورۍ په ۲۱مه اعلانیږي

په اسټرالیا کې د کیدونکي ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره مهالویش د جنوري په ۲۱مه اعلانیږي.

د نړیوال شل اوریز جام به د روان کال اکتوبر مياشتې په ۱۶مه نيټه شروع شي او پایلوبه به یې د نومبر په ۱۳مه نيټه ترسره شي چې ټولټال ۴۵ لوبې به ترسره شي، خو تر اوسه پورې دا پرېکړه نه ده شوي چي دا لوبې به په کومو ښارونو کې او په کومه نيټه ترسره شي.

د راپورونو له مخې، د کرکټ نړیوالې شورا او د کرکټ اسټرالیا ترمنځ به د جنورۍ په ۲۱مه نېټه یادو لوبو ته په رسمي توګه مهالویش اعلان شي، د اسټرالیا لوبډله به په خپله خاوره کې له خپل اتلولۍ دفاع کوي.

لکه څنګه چې نړیوال جام ته لږ وخت پاتې دی، ځکه خو ورته د جنورۍ په ۲۱مه مهالویش اعلانیږي او د ټکټونو اخیستلو لړۍ د فبرورۍ له ۷مې پیلیږي او دا کار ځکه کوي چې د کرکټ مینه وال سر له اوسه د خپلو سفرونو لپاره چمتوالی ونیسي او د خپل خوښې وړ لوبه له نږدې ننداره کړي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام کې افغان لوبډله د اسټرالیا، پاکستان، هند، بنګله دېش، انګلستان، نیوزیلېنډ او د سویلي افریقا ترڅنګ په سوپر ۱۲ پړاو کې له وړاندې ځای لري.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …