کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان شپږ ورځې وروسته په لیجینډز لیګ کې لوبېږي
اصغر افغان

اصغر افغان شپږ ورځې وروسته په لیجینډز لیګ کې لوبېږي

د افغانستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او تقاعد شوی لوبغاړی اصغر افغان د آسیا زمریو (لاینز) لوبډلې سره په پیلېدونکي لیجینډز لیګ کې لوبېږي.

د کرکټ نړۍ د تقاعد شویو لوبغاړو دغه لیګ له نن څخه شپږ ورځې وروسته د جنورۍ په ۲۰مه ڼېټه د درېیو لوبډلو ترمنځ، چې د اسیا لاینز، د نړۍ لوبډله او هند لوبډلې ترمنځ پیل شي.

د اسیا زمریو (اسیا لاینز) لوبډله کې شعیب اختر (لوبډلمشر)، شاهد افریدي (مرستیال لوبډلمشر)، جیسوریا، مورلي درن، چمندا واس، تلکارتني دلشان، اظهر محمود، اپول ترنګا، مصباح الحق، محمد حفیظ، کامران اکمل، شعیب ملک، محمد یوسف، عمر ګل او اصغر افغان شامل دي.

د معلومات له مخې، دغه لیګ به د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې د درې اړخیزې لوبلړۍ په ډول له پایلوبې وړاندې شپږ لوبې ترسره کړي.

د ایل ایل سي لیګ شریک بڼسټ ایښودونکی رامان راجا وایي، موږ ژمن یو چې د ایل ایل سي له لارې د کرکټ مینه والو لپاره د کرکټ نړیوالې معیاري لوبې وړاندې کړو او هدف مو دادی چې د کرکټ پخوانۍ لوبې بیرته را ژوندۍ کړي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …