کورپاڼه / کرکټ / محمد رضوان: ښځې د ډېر احترام وړ دي خو عکس ورسره نه اخلم

محمد رضوان: ښځې د ډېر احترام وړ دي خو عکس ورسره نه اخلم

د پاکستان کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکي توپ وهونکي محمد رضوان پخپلې غوره کارکردګۍ سره د کرکټ په نړۍ کې ځانګړی نوم ګټلی. لکه څنګه چې هغه یو دینداره شخص نو خلک یې په لیدو یې نه یوازې ښه کرکټر بلکې ښه انسان هم ګڼي.

محمد رضوان که څه هم له خپلو مینه والو سره زیاتي سیلفي عکسونه اخلي، خو له ښځو سره د سیلفي نه اخیستلو لامل یې پخپله ښودلی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د محمد رضوان یوه ویډیويي مرکه خپره شوې، چې په هغې کې هغه له نجونو سره د عکسونو د نه اخیستلو لامل څرګند کړی.

هغه ویلي، ماته ښځې ډېر د احترام وړ دی او زه ځان د دې وړ نه ګڼم، چې کومه خور یا مور راسره د عکس اخیستلو غوښتنه وکړي او زه ورسره عکس واخلم، د میرمنو معیار زما په نزد ډېر اعلی دی.

اتل محمد رضوان وايي که څه هم دا زما هیله ده چې زموږ خویندې او میندې د دې کار له امله له خپه نه شي، خو ځینې داسې څه هم شته چې، چې له لارې یې د ځان ساتلو هڅه کوم.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …