کورپاڼه / جالب / د دې ښځې شونډې ولې پړسېدلي؟ لامل به مو حیران کړي

د دې ښځې شونډې ولې پړسېدلي؟ لامل به مو حیران کړي

داسې بریښي چې د ښکلا معیار د وخت په تیریدو سره بدله شوی، یو وخت د ښځو نرۍ شونډې د ښکلا سمبول بلل کېده، خو اوس غټې شونډې ښکلا ګڼل کېږي او مېرمنې د دې لپاره په خپلو شونډو کې کیمیاوي مواد وهي څو غټې شي.

دا کار له خطر څخه خالي نه دی او ځینې وخت میرمنې پکې له داسې ستونزو او تکلیفونو سره مخ کېږي، چې په خپل کړي کار یې حیرانوي، همداسې کار له یوې امریکایي میرمنې سره هم شوی دی.

د ډیلي سټار د راپور له مخې، د روبي په نوم یوې ښځې خپلې شونډې په کیمیاوي موادو غټول غوښتل، خو د موادو د عکس العمل په پایله کې د هغې په شونډو کې دننه شوي مواد ویلي شول، چې له امله یې پورتنۍ شونډه د پوکاڼۍ په څېر وپړسېده.

روبي په فیسبوک کې د پړسیدلې شونډې یو عکس پوسټ کړی او سرلیک یې لیکلی:((زما د شونډو ډکونکی (Lip filler) ویلی شوی او زه روغتون ته وړل شوی یم.))

د روبي لخوا په خپور شوي عکس کې لیدل کیږي چې د هغې شونډه دومره پړسېدلې ده، چې له امله ټول مخ ورسره پړسېدلی دی. نوموړې په خپل پوسټ کې وايي:((هغه درد چې زه یې همدا اوس حس کوم، په سبب یې ما پریکړه کړې چې په راتلونکي ژوند کې به هېڅکله خپلې شونډې نه غټوم.))

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …