کورپاڼه / هنر او کلتور / جیکولین فرنانډیس له یو بل فلم څخه هم ویستل شوه، هغه به نور بالیووډ کې کار ونشي کړای

جیکولین فرنانډیس له یو بل فلم څخه هم ویستل شوه، هغه به نور بالیووډ کې کار ونشي کړای

په بالیووډ کې د سریلانکایي الاصله هندي اداکارې جیکولین فرنانډیس د کار کولو مخه ونیول شوه، هغې له یوې بل فلم څخه هم وویستل شوه.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، جیکولین څو ورځې وړاندې د هندي فلمي صنعت له نامتو اداکار او پروډیوسر اکي نیني ناګا ارجن سره په فلم (The Ghost) کې برخه وه، خو اوس د دغه فلم برخه نه ده.

له یاد فلم څخه د اداکارې د ایستلو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو هندي رسنۍ وايي، دغه اداکاره د پیسو د قضیې له امله له فلم څخه ایستل شوې او فلم جوړونکي د بلې هیروینې په لټه کې دي.

تر دې مخکې جیکولین فرنانډیز د پیسو د یادې قضیې له امله د (پون کلیان) له تیلګو فلم څخه ایستل شوې وه او پر ځای یې نرګس فخري ټاکل شوې وه.

د یادولو وړ ده چې جکولین فرنانډیس د ملیاردونو روپیو د پیسو مینځلو په قضیه کې په درغلۍ تورن شخص سکیش چندر شیکر سره د خپلې اړیکې قیمت ادا کوي.

د پیسو مینځل د غیرقانوني لارو د ترلاسه شویو پیسو اصليت پټولو، په ځانګړې توګه چې بهرني بانکونه یا مشروع سوداګرۍ پکې ښکیل دي، ورته وایي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …