کورپاڼه / جالب / یوه هندي خیاط په حیرانوونکې توګه داسې ساړي جوړه کړې، چې د اور لګیت ډبي کې ځاییږي

یوه هندي خیاط په حیرانوونکې توګه داسې ساړي جوړه کړې، چې د اور لګیت ډبي کې ځاییږي

په هند کې یوه تکړه خیاط یا ګنډونکي داسې ساړي (یو ډول د هندوانو جامې دي) جوړه کړې، چې د اورلګیت په یوه ډبي کې ځاییږي او په لیدلو یې خلک د حیرانۍ احساس کوي.

د هند د تلنګانه ایالت د یو تکړه او مشهور خیاط یا ګنډونکي نالا وجي یوه داسې بې سارې کارنامې ترسره کړې چې په لیدو یې خلک نه یوازې د حیرانۍ احساس کوي، بلکې د هغه ستاینه هم کوي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، نالا وجي په بریالیتوب سره د خالصو ورېښمو څخه یوه داسې ساړي اوبدلې یا جوړه کړې، چې د اور لګیت په ډبي کې هم ځاییږي.

نالا وجي د خپل شاهکار پیس په اړه ویلي دي، چې دا ساړي یې په لاس جوړه کړې او شپږ ورځې وخت نیسي، دا د اور لګیت په ډبي هم ځاییږي، که په ماشین جوړه شي نو په درې ورځې وخت نیسي.

هغه دا هم ویلي، چې په لاس جوړه شوې دا ساړي دولس زره هندي روپۍ قیمت لري او که په ماشین جوړه کړي، نو د هغې قیمت بیا اته زره روپۍ کېږي.

دا هم ولولئ

هغه بنګله دېشۍ مېرمن چې شل کاله وړاندې یې د عملیاتو پرمهال په خېټه کې قینچیانې پاتې شوې وې

په بنګله دېش کې یوې مېرمنې شل کاله وړاندې عملیات ترسره کړي و، خو د …