کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي په دریمه ټیسټ لوبه کې د ماتې پړه په توپ وهونکی ور واچوله

ویرات کوهلي په دریمه ټیسټ لوبه کې د ماتې پړه په توپ وهونکی ور واچوله

د هند د ټیسټ لوبو لوبډلمشر ویرات کوهلي د د دریمې ټیسټ لوبې د بایللو لامل کمزورې توپ وهنه وبلله. هغه وویل، چې مونږ باید په توپ وهنه تمرکز وکړو، له دې د تیښتې اړتیا نشته.

ویرات کوهلي وویل، هیڅ عذر نشته، دا یقیناً مایوسه کوونکی ده، موږ پوهیږو چې موږ د یوې لوبډلې په توګه تر کومه حده رسېدلي یو.

هندي لوبډلمشر وویل، خلکو له موږ تمه لرله چې سویلي افریقا ته په خپل کور کې ماتې ورکړو، خو موږ داسې ونه شو کړلی او دا یو حقیقت دی، چې باید ومنل شي او د غوره کرکټرانو په توګه بیرته راستانه شي.

ویرات کوهلي زیاته کړه، موږ لومړۍ لوبه ښه ترسره کړه، خو سویلي افریقا په حیرانتیا سره ښه لوبه وکړه او دواړه لوبې یې وګټلې. هغه وویل، چې د نه پاملرنې له امله مو مهمې شېبې له لاسه ورکړې او هغوی ترې ګټه واخیسته.

په دې توګه هند لوبډلې چې د نړۍ غوره لوبغاړي لري، د بریا په خپلولو کې پاتې راغله او له مهمو شېبو یې ګټه پورته نه شوه کړی او سویلي افریقا ته یې لوبلړۍ ۲-۱ پر وړاندې وبایلله.

دا هم ولولئ

بین سټوکس نه غواړي سږ کال د هند غوره لیګ سیالیو کې ولوبېږي

د انګلستان کرکټ لوبډلې مخکښ الراونډر لوبغاړي بین سټوکس ویلي دي، چې نه غواړي روان …