کورپاڼه / روغتيا / ادرک یا زنجبیل په دې ډول استعمال کړئ او چاغوالي او بندونو درد له منځه یوسئ

ادرک یا زنجبیل په دې ډول استعمال کړئ او چاغوالي او بندونو درد له منځه یوسئ

غټه خېټه، د بدن اضافي وازدګه په اوس وخت کې ورځنۍ ستونزې دي، ځکه چې موږ تر ډېره خپل فیټنیس ته پام نه کوو. نو که د چاغوالي او بندونو درد څخه رنځ وړئ، نو د حل لاره یې د زنجبیل یا ادرکو اوبه یو ګټور ترکیب دی.

د زنجبیل اوبه یا چای د کولیسټرول کچه راټیټوي او د بندونو درد، پړسوب او التهاب له منځه وړي، دا ترکیب یو پیاوړی انټي اکسیډنټ هم دی، چې بدن پاکوي او د ډیرو ناروغیو درملنه کوي، حتی د سرطان هم د ناروغیو په وړاندې هم معافیت جوړوي.

په یوه لوښي کئ یو نیم لیتر اوبه واچوئ او جوش یې کړئ، کله چې اوبه په جوش راغلې، نو د زنجبیل کوچنۍ ټوټه اضافه کړئ، کله چې ښه وایشېدې نو له اور یئ ښکته کړئ او چې نیم ګرمې شوې نو یوه دانه لېمو ور وزبېښئ.

اوس دغه اوبه هره ورځ له سهارنۍ او د شپې له ډوډۍ مخکې وکاروئ او د ورځې په جریان کې چې هر څه خورئ، نو یوه یا دوه څاڅکي دغه اوبه ورپسې وڅښئ.

په دوامداره توګه د دې عمل په ترسره کولو سره به د بدن اضافي وازدګه له منځه یوسي، وزن به کم شي او د بدن ټول فاضله مواد به له منځه لاړ شي او د بندونو درد به هم ورسره ختم شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …