کورپاڼه / خبرونه / قیس: زه له ځینو ښو یادونو سره ځم، ګلین مکسویل: ستاسو تشه به احساس کړو

قیس: زه له ځینو ښو یادونو سره ځم، ګلین مکسویل: ستاسو تشه به احساس کړو

له محمد نبي، راشد خان وروسته قیس احمد هم د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې له خپله لوبډله میلبورن سټارز پرېښوده او د ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه قطر ته روان شو.

د میلبورن سټارز لوبډلې مخکښ اسټرالیایي الراونډر ګلین مکسویل پر ټولنیزه قیس احمد مخاطب کړی او لیکلي یې: قیسه! په دې فصل کې ستاسو له ټولو هڅو ډېره مننه! څومره یو غوره لوبغاړی، ستاسو تشه به احساس کړو.

قیس احمد د مکسویل څرګندونو او یادې لوبډلې سره د مخه ښې په تړاو لیکلي، په میلبورن کرکټ لوبغالي کې لوبې کول او د سټارز برخه کېدل، زما لپاره حیرانوونکې تجربه وه، زه له ښو یادونو سره ځم او د نورو بریاوو لپاره ستورو ته دعا کوم.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به په راتلونکې اوونۍ، یعنې د جنورۍ په ۲۱، ۲۳ او ۲۵مه نېټه یوه ورځنۍ سیالۍ پخپل کوربتوب په قطر کې ترسره کړي.

د ویلو ده چې افغان لوبډله بوخت مهالویش لري او له هالېنډ سره له لوبو وروسته به له زمبابوې سره درې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي، خو دا سیالۍ یو څه شکمنې ځکه دي چې زمبابوې کې د کورونا وایروس له امله یې ترسره کېدل تر پوښتنې لاندې دي.

له هغې وروسته به افغان لوبډله بنګله دېش ته سفر ولري او هلته به د فبرورۍ په وروستۍ اوونیو کې درې یوه ورځنۍ او د مارچ په سر کې دوه شل اوریزې لوبې ولري.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …