کورپاڼه / خبرونه / ((مننه مجیبه! د هالېنډ پر وړاندې ښه بخت ولرې))

((مننه مجیبه! د هالېنډ پر وړاندې ښه بخت ولرې))

د اسټرالیا په بیګ باش کې د لوبېدونکو افغان لوبغاړو هر یو محمد نبي، راشد خان او قیس احمد وروسته مجیب الرحمن هم خپلې لوبډلې سره مخه ښه وکړه او د ملي لوبډلې سره د لوبېدو په موخه قطر ته روان شو.

مجیب الرحمن په بیګ باش کې له بریسبین هیټ لوبډلې سره لوبېده، اوس یادې لوبډلې پر ټولنیزه رسنۍ مجیب الرحمن ته د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د ښه بخت غوښتنه کړې:((مننه مجیبه! د هالېنډ پر وړاندې ښه بخت ولرې))

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به په راتلونکې اوونۍ، یعنې د جنورۍ په ۲۱، ۲۳ او ۲۵مه نېټه یوه ورځنۍ سیالۍ پخپل کوربتوب په قطر کې ترسره کړي.

د ویلو ده چې افغان لوبډله بوخت مهالویش لري او له هالېنډ سره له لوبو وروسته به له زمبابوې سره درې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي، خو دا سیالۍ یو څه شکمنې ځکه دي چې زمبابوې کې د کورونا وایروس له امله یې ترسره کېدل تر پوښتنې لاندې دي.

له هغې وروسته به افغان لوبډله بنګله دېش ته سفر ولري او هلته به د فبرورۍ په وروستۍ اوونیو کې درې یوه ورځنۍ او د مارچ په سر کې دوه شل اوریزې لوبې ولري.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …