کورپاڼه / کرکټ / سنیل ګواسکر د ویرات کوهلي له لوبډلمشرۍ خوښ نه دی

سنیل ګواسکر د ویرات کوهلي له لوبډلمشرۍ خوښ نه دی

د هند پخوانی کرکټر سنیل ګواسکر په کیپ ټاون کې د سویلي افریقا پر وړاندې د دریمې ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ د غرمې له ډوډۍ وروسته د هند لوبډلې له ستراتیژۍ خوښ نه و.

د معلوماتو له مخې، هند په سویلي افریقا کې د لومړي ځل لپاره د تاریخي ټیسټ لوبلړۍ ګټلو هیلې په اوبو لاهو شوې، ځکه چې کوربه لوبډلې د جمعې په ورځ د ۲۱۲ منډو هدف په آسانۍ ترلاسه کړ او د درېیو ټیسټ لوبو لړۍ یې ۲-۱ وګټله.

سویلي افریقا د غرمې د ډوډۍ پرمهال د لوبې ګټلو لپاره یوازې ۴۱ منډو ته اړتیا درلوده او اوه لوبغاړي یې لاهم پاتې وو.

په دویمه سیشن کې کوربه لوبډلې یوازې ۸.۳ اورونه کې پاتې منډې جوړې کړې، خو د ویرات کوهلي لخوا په دې اورونو د جسپریت بومرا، محمد شامي یا شردل ټاکور نه کارولو تکتیک سنیل ګواسکر حیران کړی.

ګواسکر په تبصره کې وویل، دا زما لپاره یو معما وه چې ولې شردل ټاکور او جسپریت بومرا د غرمې وروسته توپ اچونه ونه کړه، داسې بریښي چې هند پریکړه کړې وه، چې لوبه به نه ګټي.

سنیل ګواسکر زیاته کړه، چې دا په پرلپسې توګه دوهم ځل دی، چې سویلي افریقا په څلورم پاڼۍ کې پرته له دې چې خوله وبهوي له ۲۰۰ څخه ډیرې منډې تعقیب کړي.

دا هم ولولئ

بین سټوکس نه غواړي سږ کال د هند غوره لیګ سیالیو کې ولوبېږي

د انګلستان کرکټ لوبډلې مخکښ الراونډر لوبغاړي بین سټوکس ویلي دي، چې نه غواړي روان …