کورپاڼه / روغتيا / لېړو یا بینډۍ د شکرې د کمولو وړتیاوې لري

لېړو یا بینډۍ د شکرې د کمولو وړتیاوې لري

لېړو یا بینډۍ یوه داسې سبزي ده، چې په حیرانوونکې توګه د شکرې د کمولو وړتیاوې لري. متخصصین وايي چې بینډۍ د شکرې د کنټرول، د وزن کمولو او په مفصلونو د درد لپاره خورا ګټور وي.

که لېړو یا بینډۍ په ځانګړي ډول سره وکارول شي، د شکرې د کچې په راټیټولو کې مهم رول لوبوي، راځئ چې پوه شو چې د لېړو د کارولو څرنګوالي په اړه پوهان څه وايي.

د شکرې د کنترول لپاره به دوه یا درې لېړو راواخلئ، د شپې لخوا به یې په یوه ګیلاس اوبو کې واچوئ، سهار یې اوبه وڅښئ او شکر مو کنترول کړئ او دا عمل تر درېیو میاشتو په په هره اوونۍ کې یو ځل ترسره کړئ.

په لېړو کې موجود غذايي فایبر لوږه له منځه وړي او بدن ته په کافي اندازه فایبر برابروي. دا د بدن په مختلفو برخو کې فشار هم کموي او فشار له منځه وړي.

دا د شکرې ترڅنګ د انسان په بدن کې د کولیسټرول کچه هم برابروي، ځکه چې بینډۍ یا لېړو په لږه اندازه غوړ لري، چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي او ستړیا هم لېرې کوي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …