کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اډلیډ د میلبورن سټارز لوبډله په ګونډو کړه

اډلیډ د میلبورن سټارز لوبډله په ګونډو کړه

نن په بیګ باش لیګ کې د راشد خان او قیس احمد به نشتون کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې راشد خان لوبډلې وګټله.

د بیګ باش لیګ ۴۸مه لوبه د اډلیډ سټرایکرز او میلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې میلبورن پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

اډلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې، د دوی له لورې جناتن ویلس ۷۳ او میتیو شارټ ۳۳ زیاتې منډې وکړې.

میلبورن سټارز له لورې کلینټ هینچلیف او سام رینبریډ غوره توپ اچونه وکړه، دوی ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. دغه راز احمد دنیال یوه ویکټ ترلاسه کړه.

میلبورن سټارز د ۱۵۶ منډو هدف د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وکړې او په ۲۳ منډو یې لوبه وبایلله.

د دوی له لورې هیلټن کارترایټ ۴۹ او جو برنس ۲۴ زیاتې منډې وکړې. د اډلیډ لخوا هنري تورنټن غوره توپ اچونه وکړه، ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې. همدا راز میتیو شارټ، هینري کانوي، پیټر سډل او فواد احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …