کورپاڼه / هنر او کلتور / د کپیل شرما په ژوند فلم جوړېږي

د کپیل شرما په ژوند فلم جوړېږي

هندي فلم جوړونکي مهاویر جین اعلان کړی، چې د مشهور کامیډین کپیل شرما د ژوند پر حالاتو باندې به د (هنرمند) په نوم یو فلم جوړوي.

دا فلم د کپیل ژوند پر ژوند او حالاتو راڅرخي او د فلم لارښود به مشهور ډایریکټر مریغدیپ سینګ لامبا ترسره کړي.

په دې اړه مهاویر جین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، موږ ټول مينې، ژوند خوشحالۍ او خندا ته اړ یو، موږ ویاړو چې په لوی سکرین کې د کامیډي غوره ستوري کپیل شرما د ژوند هغه اړخونه وړاندې کوو چې تراوسه ندي روښانه شوي.

مریګدیپ سینګ لامبا چې دا مهال د (فقرې تري) په شوټینګ بوخت دی، وايي چې دی غواړي د هند مشهور هنرمند کپیل شرما کیسه د فلم مینه والو مخې ته څرګنده کړي.

هغه زیاته کړې، چې ملیاردونه خلک، چې اوس خوښ او خوشحاله ژوند لري، هغوی له کپیل شرما څخه مننه کوي.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …