کورپاڼه / جالب / هندي ډاکټر دهني رام: انسان ته د خنزیر د زړه پیوندولو لومړۍ تجربه ما کړې وه

هندي ډاکټر دهني رام: انسان ته د خنزیر د زړه پیوندولو لومړۍ تجربه ما کړې وه

وروسته له هغې پر ټولنیزو رسنیو د امریکایي ډاکټرانو انسان ته د خنزیر د زړه پیوندلو کارنامه وستایل او دا یې د طب په برخه کې غوره لاسته راوړنه وبلله، نو یو هندي ډاکټر دهني رام برووا ادعا کړې، چې دا تجربه لومړۍ ما کړې وه.

نوموړی ادعا کوي، چې انسان ته د خنزیر د زړه پیړندولو تجربه یې په ۱۹۹۷ کال کړې وه. دغه ۷۱ کلن ډاکټر وایي چې هغه د حکومت د مذهبي باورونو پر اساس زندان ته واستول شو.

نوموړی ادعا کوي، چې د خنزیر زړه یې ۳۲ کلن کس ته پیوند کړی و او د دې نظریې څښتن هم خپل ځان بولي چې د خنزیر د بدن نور غړي هم د انسان بدن ته پیوند کیدلی شي.

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې امریکایي ډاکټرانو یوه ناروغ ته په بریالیتوب سره د جینټکي بدلونونو وروسته د خنزیر زړه پیوند کړ او ۵۷ کلن ډیویډ بینټ په نړۍ کې لومړنی کس اعلان شوی، چې د خنزیر زړه ورته پیوندېږي.

ډاکټرانو ویلي ول، په لومړيو تجربو کې انسان ته د بیزو زړه لګول شوی و، خو ګټور ثابت نه شو، خو د خنزير په زړه تجربه ګټوره وه.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …