کورپاڼه / بېلا بېل / آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې کوو او له سترګو مو اوښکې رانشي نو دا ممکن نه ده، خو اوس بالکل شونې ده او دا چې د یو څو طریقو په خپلولو سره کېږي.

۱- که چېرته غواړئ د سلاد یا هم د ترکارۍ لپاره پیاز میده کړئ، نو له هغې وړاندې پیاز راواخلئ، سپین یئ کړئ او په یخچال کې یې کېږدئ. په دې ډول به له پیازو هغه ګاز نه وځي، چې اوښکي بهوي.

۲- که چېرته غواړئ چې د پیازو میده کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي، نو تېزه یا تېره چاړه یا چاقو استعمال کړئ.

۳- وړاندې له دې چې پیاز میده کړئ، لومړی یې سپین کړئ او له هغې وروسته یې تر درېیو دقیقو ګرم کړئ، په دې ډول به مو سترګې اوښکي ونه کړي.

۴- که غواړئ چې پیاز مو ونه ژړوي نو په دې جالبه طریقه ترې ځان وژغورئ، یعنې ډبل روټۍ په داسې حالت کې په خوله کې ونیسئ، چې یو څه برخه یې راوتي وي.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …