کورپاڼه / کرکټ / راشد لطیف: د څلور اړخیزه سیالیو نظریه ښه ده، خو هند له موږ سره لوبې نه کوي

راشد لطیف: د څلور اړخیزه سیالیو نظریه ښه ده، خو هند له موږ سره لوبې نه کوي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشز راشد لطیف وایي، چې د څلور اړخیزه سیالیو نظریه ښه ده، خو عملي کول به یې سخت وي، ځکه چې هند له موږ سره لوبې نه کوي.

نوموړي د څلور اړخیزه لوبلړۍ، چې رمیز راجا یې د پاکستان، هند، اسټرالیا او انګلستان ترمنځ ترسره کول غواړي، په اړه دا هم وایي که هند دا لوبلړۍ نه کوي نو نیوزیلېنډ ته پکې ځای ورکړل شي.

څو ورځې وړاندې د اسټرالیا رسنیو راپور ورکړی و، چې د پاکستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې د څلورو سیالو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ ترسره کړي او د دې لپاره یې چمتوالی هم نېولی دی.

د اسټراليا رسنیو زیاته کړې وه، چې د پاکستان کرکټ بورډ د څلور اړخيزه لوبلړۍ د ترسره کولو په اړه غور کوي او بورډ به یې ډېر ژر خپل پلان اعلان کړي.

په دې توګه رمیز راجا په پلان کې لري چې د ایشیز لوبلړۍ د لوبډلو اسټرالیا او انګلستان ترڅنګ هر کال د پاکستان او هند لوبې هم ترسره شي او په دې ډول به یو څه ګټه هم وکړي.

خو د کرکټ نړیوالې شورا اجراییوي رییس ایلر ډایس وایي، رمیز راجا په دې تړاو له موږ سره خبرې نه دي کړي او تر هغې چې موږ په دې پوه نه شو چې هغه څه فکر لري نو تبصره پرې ستونزمنه ده.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …