کورپاڼه / بېلا بېل / د جمناستیک مشهور لوبغاړي اوچیمورا تقاعد واخیست

د جمناستیک مشهور لوبغاړي اوچیمورا تقاعد واخیست

د المپیک سیالیو اتل اوچیمورا، چې د جاپان مشهور جمناسټ، له جمناسټیک لوبو څخه د تقاعد اعلان وکړ.

اوچیمورا وایي، زه ویاړم چې د نیمې پیړۍ څخه د ډیرې مودې لپاره د جاپان استازیتوب کوم. هغه څو ورځې وړاندې د خپل تقاعد اعلان وکړ.

اوچیمورا د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې له سیالیو څخه د تقاعد په اړه کوم ځانګړي احساس نه لري او نه یې داسې څه احساس کړی. هغه زیاته کړې چې له درې کلنۍ یې جمناسټک پیل کړ او ۳۰ کاله لوبه یې وکړه، چې په هغې یې ۱۶ کاله د خپلې ملي لوبډلې استازیتوب کړی.

هغه وويل، زه به اوس وکولای شم چې د بېلابېلو مسايلو په اړه خپل نظر په پوره ډاډ سره وړاندې کړم او د تقاعد د پریکړې وخت ته په اشارې سره یې وویل، دا ډیره سخته پریکړه وه.

نوموړي د اتلولۍ پرمهال دا فکر کاوه چې دا به یې وروستۍ سیالۍ وي او شپږم مقام یې پکې خپل کړ. هغه چې ۳۳ کاله عمر لري په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کال یې په الراونډر کټګورۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی و.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …