کورپاڼه / جالب / په ختیځه افریقا کې د تر ټولو پخواني انسان د عمر په اړه نوې موندنه شوې

په ختیځه افریقا کې د تر ټولو پخواني انسان د عمر په اړه نوې موندنه شوې

په ختیځ افریقایي هېواد ایتوپیا کې د کشف شوي تر ټولو پخواني انسان د پاتې شونو د عمر په اړه نوې موندنه شوې ده. لرغونپوهان ادعا کوي چې ښایي دا پاتې شوني ۲۳۰ زره کاله پخواني وي.

دا انساني پاتې شوني، چې د اومو په نوم یادیږي، د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې په ایتوپیا کې موندل شوي او فکر کیږي چې شاوخوا ۲۰۰ زره کاله عمر لري.

خو اوس د کیمبرج پوهنتون لخوا یوې نوې څیړنې موندلې، چې دا پاتې شوني ۳۰ زره کاله عمر لري. د دې موندنې لپاره څېړونکو د هغه آتش فشاني برخو کیمیاوي تحلیل کړی، چې د پاتې شونو پورته او لاندې برخو کې و.

څېړونکې وایي، چې له دې موندنې وروسته په ختیځه افریقا کې د انسانانو تاریخ لږ تر لږه ۳۰ زره کاله نور هم شاته ځي او ښایي څېړنې یې نور هم شاته بوځي.

په ۲۰۱۷ کال کې لرغونپوهانو په مراکش کې د الحود غره څخه د تر ټولو پخوانیو انسانانو د پاتې شونو موندلو اعلان وکړ. دوی د یوه ۳۰۰زره کلن انسان کوپړۍ موندلې وه.

له دې وړاندې څېړنو ښودلې وه چې دا کوپړۍ یا د انسان پاتي شوني لږ تر لږه ۲۰۰ زره کاله عمر لري.

دا هم ولولئ

بریتانیې پر خپل یو اوسیدونکي بندیز ولګاوه چې تر یوه کاله پورې دې مرغاوۍ نه ساتي

د برتانیې روغتیا وزارت په ۷۹ کلن الان ګوسلنګ بندیز لګولی، چې د یوه کال …