خپلواک وېبپاڼه (٢٢ دسمبر ٢٠١٩): د بيګ باش تجارتي ليګ کې د ظاهر خان لوبډلې بريسبين هيټ بله بريا هم خپله کړه، چې په دغه لوبه کې ظاهر خان چينامېن هم يو ويکټ ترلاسه کړه.
نن د بيګ باش تجارتي ليګ په دويمه لوبه کې د بريسبين هيټ او سډني سيکسرز لوبډلې سره مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه سډني سيکسرز لوبډلې وګټله او بريسبين هيټ لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
بريسبين هيټ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر کريس لين په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ١١ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ يې په ٣٥ توپونو ٩٤ منډې وکړې. همدا راز مټ رينشاو هم ٦٠ ناسوځېدلې منډې وکړې جيمي پيرسون ٢٥ منډې ترلاسه کړې.
د سډني سيکسرز له لوري سين ابوټ بينجامين منينتي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د ٢١٠ منډو د هدف په تعقيب کې د سدڼي سيکسرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې وکړې، چې د ٤٨ منډو په توپير يې له بريسبين هيټ لوبډلې ماته وخوړه. د دوى له ډلې جېمز وينس ٣٩، سين ابوټ ٢٢ ناسوځېدلې او موسيس هينريکس ٢٠ منډې ترلاسه کړې.
د بريسبين هيټ له لوري مچل سويپسون ٢، ظاهر خان، جوش لالور، مټ رينشاو بين لافلين او جېک پريسټويج ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کريس لين ته ورکړل شوه، چې په زړه پورې توپوهنه يې ترسره او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.
د يادولو ده چې نن د بيګ باش په لومړۍ لوبه کې د قېس احمد لوبډله هوبارټ هوريکنز له ميلبورن سټارز لوبډلې سره مخامخ شوې وه، چې ميلبورن سټارز لوبډلې په ٥٢ منډو ماته ورکړه. په دغه لوبه کې قېس احمد ١ ويکټ ترلاسه کړه.