کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان اوښي هم د کترینه کیف کې په نه بلنه چوپتیا ماته کړه

د سلمان خان اوښي هم د کترینه کیف کې په نه بلنه چوپتیا ماته کړه

د بالیووډ مشهورې جوړې کترینه کیف او ویکي کوشل تېره میاشت د دسمبر په ۹مه واده وکړ، خو په دې واده کې د کترینه کیف نږدې ملګري سلمان خان او د هغه کورنۍ ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د کترینه او ویکي کوشل واده په ډېر شان او شوکت سره ترسره شو، خو دا چې ولې یې سلمان خان او د هغه کورنۍ پکې نه وه بلل شوې، د سلمان خان د خور خاوند ایوش شرما یې په اړه څرګندونې وکړې.

ایوش شرما په څرګند ډول سره وویل چې زموږ لپاره کترینه کیف یوه ډېره خوږه ملګرې ده، موږ ټول د هغې لپاره نیکې او پیرزوینې څرګندوو.

نوموړي ویلي، دا چې کترینه ولې سلمان خان واده ته دعوت نه کړ، دا د هغې شخصي پرېکړه وه او دا کومه غټه خبره هم نه ده. د واده ورځ د کترینه او ویکي لپاره ځانګړې وه، دا چې څه ډول یې تېره کړي، دا د هغوی حق و.

ایوش شرما زیاته کړه، چې زموږ ټوله کورنۍ خوشحاله ده چې کټرینه واده وکړ، هغه به تل د یوې کورنۍ په توګه موږ ته نږدې وي او موږ خوښ یو چې هغه خوشحاله ده.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …