کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سېډني سېکسرز له په زړه پورې لوبې وروسته بریا ترلاسه کړه

سېډني سېکسرز له په زړه پورې لوبې وروسته بریا ترلاسه کړه

نن په بیګ باش لیګ کې سټیو اوکیف په زړه پورې لوبه وکړه او خپله لوبډله سېډني سېکسرز یې بریالۍ کړه.

د بیګ باش لیګ ۴۹مه لوبه د سېډني ټینډر او سېډني سېکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ټینډر پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

سېډني سېکسرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې وکړې، د دوی له لورې جوش فلیپ ۵۷، دنیل هوګس ۶۶ او موسیس هینریکس ۴۷* زیاتې منډې وکړې.

سېډني ټینډر له لورې دنیل سامس او ناتن میک اندریو غوره توپ اچونه وکړه، دوی ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. دغه راز ګریندر سند یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سېډني ټینډر د ۱۵۶ منډو هدف په تعقیب د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړې او په ۶۰ منډو یې لوبه وبایلله.

د دوی له لورې کریس ګرین ۵۰ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د سېډني سېکسرز لخوا سټیو اوکیف غوره توپ اچونه وکړه، ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې. همدا راز بین دراوشیس ۲، موسیس هینریکس او هیډن کیر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …