کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي په ناڅاپي توګه د ټیسټ لوبو لوبډلمشري هم پرېښوده

ویرات کوهلي په ناڅاپي توګه د ټیسټ لوبو لوبډلمشري هم پرېښوده

ویرات کوهلي په ناڅاپي توګه د هند د ټیسټ لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفاء ورکړه. هغه په ۲۰۱۴ کال کې دا مسولیت واخیست او تېره ورځ کې په کیپ ټاون کې له ماتې خوړلو وروسته نن له خپلې غاړي دا مسولیت لېرې کړ.

ویرات کوهلي د هند د ټیسټ لوبډلې تر ډېره حده بریالۍ لوبډلمشري وکړه او له خپل هېواد څخه بهر یې غوره لاسته راوړنې لرلي دي او خپله لوبډله یې تر لومړي مقام پورې ورسوله.

نوموړي په ۲۰۲۱ کال د ټیسټ لوبو د اتلولۍ په جام کې خپله لوبډله تر پایلوبې هم ورسوله. هغه ټولټال په ۶۸ ټیسټ لوبو کې د هند لوبډلمشر و، چې ۴۰ یې ترې وګټلې او په دې توګه دې څلورم لوبډلمشر شو چې زیات لوبې ګټي.

ویرات کوهلي په ټویټر لیکلي دي:((له اوه کاله سختې خوارۍ، محنت او نه ستړې کیدونکې حوصلې وروسته د لوبډلې سم لوري ته د بېولو لپاره اوس وخت راغلی چې یو لوري ته شم.))

هغه زیاته کړې چې هر شی یوه نه یوه مرحله کې درېږي او زما لپاره د هند د ټیسټ لوبو د لوبډلمشر په توګه هغه وخت راغلی دی. په دې سفر کې جګې، ټیټې هم وې، خو د هڅو یا باور کمی نه و.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …