کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د هالېنډ پر وړاندې اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه
افغان لوبډله

کرکټ بورډ د هالېنډ پر وړاندې اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د درېیو یوه ورځنیو لوبو لپاره، چې د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو برخه ده، اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې رحمان الله ګربز، عثمان غني، ریاض حسن، حشمت شهیدي، رحمت شاه، نجیب ځدران، شاهد الله، اکرام علي خيل، ګلبدين نايب، راشد خان، شرف الدين، عظمت عمرزی، قيس احمد، مجيب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فريد ملک، يمين احمدزی او محمد سليم ساپی شامل دي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به په راتلونکې اوونۍ، یعنې د جنورۍ په ۲۱، ۲۳ او ۲۵مه نېټه یوه ورځنۍ سیالۍ پخپل کوربتوب په قطر کې ترسره کړي.

د ویلو ده چې افغان لوبډله بوخت مهالویش لري او له هالېنډ سره له لوبو وروسته به له زمبابوې سره درې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي، خو دا سیالۍ یو څه شکمنې ځکه دي چې زمبابوې کې د کورونا وایروس له امله یې ترسره کېدل تر پوښتنې لاندې دي.

له هغې وروسته به افغان لوبډله بنګله دېش ته سفر ولري او هلته به د فبرورۍ په وروستۍ اوونیو کې درې یوه ورځنۍ او د مارچ په سر کې دوه شل اوریزې لوبې ولري.

دا هم ولولئ

کریم جنت په ښې توپ اچونې او توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کریم جنت یوازې یو اور ترسره کړ، یوه ویکټ …