کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایشیز وروستۍ لوبه؛ اسټرالیا د درې ویکټو په زیان ۱۵۲ منډې لري

ایشیز وروستۍ لوبه؛ اسټرالیا د درې ویکټو په زیان ۱۵۲ منډې لري

ایشیز لوبلړۍ د پنځمې او وروستۍ ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده، اسټرالیا د درې ویکټو په زیان ۱۵۲ منډې لري.

دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب په هوبارټ کې روانه ده، د لوبې په پیل کې انګلستان لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ اچونه غوره کړه.

اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۷۵.۴ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړي او ۳۰۳ منډې یې وکړې. د دوی له لورې مارنس لبشين ۴۴، ټریوس هیډ ۱۰۱، کیمرون ګرین ۷۴ او زیاتې منډې وکړې.

د انګلستان لپاره سيټورټ براډ او مارک ووډ ۳-۳، کریس ووکس او اولي روبینسن ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړي.

انګلستان لوبډلې د اسټرالیا د ۳۰۳ منډو په ځواب کې ۴۷.۴ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او ۱۸۸ منډې یې وکړې، چې ۱۱۵ منډې باقي شول. د دوی له لورې کریس ووکس ۳۶، جو روټ ۳۴ او سام بلینکس ۲۹ زیاتې منډې وکړې.

اسټرالیا ته پیټ کمینس ۴، میچل سټارک ۳، سکاټ بولېنډ او کیمرون ګرین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. اسټرالیا په دویمه پاڼۍ کې ۱۹ اورونه لوبولي، ۳ ویکټې یې تللي او ۳۷ منډې لري.

دا هم ولولئ

بین سټوکس نه غواړي سږ کال د هند غوره لیګ سیالیو کې ولوبېږي

د انګلستان کرکټ لوبډلې مخکښ الراونډر لوبغاړي بین سټوکس ویلي دي، چې نه غواړي روان …