کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ولې محمد نبي د هالېنډ پر وړاندې لوبډله کې نشته؟ کرکټ بورډ له یو نوي جنجال سره مخ شو

ولې محمد نبي د هالېنډ پر وړاندې لوبډله کې نشته؟ کرکټ بورډ له یو نوي جنجال سره مخ شو

کرکټ بورډ نن ماښام ناوخته د هالېنډ پر وړاندې د درېیو یوه ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه، خو په دې لوبډله کې د افغانستان مخکښ الراونډر او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمد نبي نشته.

که څه هم په ښکاره ډول محمد نبي کرکټ بورډ ته ویلي، چې یو څه دمه اخلي او ځوانانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکوي، خو داسې ښکاري چې د هغه او کرکټ بورډ ترمنځ څه جنجال وي.

کرکټ بورډ ته نږدې سرچینو ویلي، چې محمد نبي د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ خوښ نه دی او نه غواړي چې د هغه په لوبډلمشرۍ کې ولوبېږي.

خو بلخوا څه موده وړاندې د کرکټ بورډ پخواني مشر عزیزالله فضلي د محمد نبي د تقاعد خبر ور کړي، چې د هماغه خبر له مخې ویل کېږي چې ښایي محمد نبي په نږدې وخت کې د یوه ورځنیو لوبو څخه تقاعد واخلي.

دا هم ویل کېږي چې د محمد نبي او حشمت الله شهیدي ترمنځ رامنځته شوې ستونزه د ۲۰۲۱ کال د نړیوال شل اوریز جام په سر رامنځته شوې. یعنې هغه وخت محمد نبي نه غوښتل چې شهیدي دې په لوبډله کې اعلان شي، خو هغه په خپل زور سره ځان په سکواډ کې ځای کړ.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به په راتلونکې اوونۍ، یعنې د جنورۍ په ۲۱، ۲۳ او ۲۵مه نېټه یوه ورځنۍ سیالۍ پخپل کوربتوب په قطر کې ترسره کړي.

په اعلان شوې لوبډله کې رحمان الله ګربز، عثمان غني، ریاض حسن، حشمت شهیدي، رحمت شاه، نجیب ځدران، شاهد الله، اکرام علي خيل، ګلبدين نايب، راشد خان، شرف الدين، عظمت عمرزی، قيس احمد، مجيب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فريد ملک، يمين احمدزی او محمد سليم ساپی شامل دي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …