کورپاڼه / کرکټ / محمد رضوان: له کوهلي سره مې چې کومې خبرې وشوې، هغه مې ورور ته هم نه دي ویلي

محمد رضوان: له کوهلي سره مې چې کومې خبرې وشوې، هغه مې ورور ته هم نه دي ویلي

د پاکستان کرکټ لوبډلې ویکټ ساتونکي محمد رضوان د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې د پاکستان او هندوستان د لوبې پر مهال له هندي لوبغاړي ویرات کوهلي سره د خبرو په اړه څرګندونې کړي.

نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې له ویرات کوهلي سره خبرو ته په اشارې سره وویل چې له ویرات کوهلي سره یې خبرې شخصي وې.

محمد رضوان دا هم ویلي، چې له کوهلي سره یې خبرې یې خپل ورور ته هم نه دي ویلي، ځکه چې پر وینا یې، دا زما او ویرات کوهلي ترمنځ خبرې وې.

ياده دې وي چې دواړو د پاکستان او هند ترمينځ د شل نړيوال جام پر مهال لوبه کې سره وليدل، چې پکې د رضوان او بابر اعظم د ۱۵۲ منډو ملګرتیا هندۍ لوبډله له تاریخي ماتې سره مخ کړه.

رضوان وویل، کله چې موږ کرکټ کوو نو د یوې کورنۍ په څیر یو، په دې کې شک نشته چې ویرات کوهلي د نړۍ لومړی نمبر دی، نوموړي د هند پر وړاندې لوبې ته په اشارې ویلي، کله چې موږ ریویو واخیسته نو کوهلي وویل چې په لس اورونو کې مو سوځوئ.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …