کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه وخت کله چې کارتیک اریان د سیلفي اخیستلو لپاره د شاه رخ کور ته ورغلی و

هغه وخت کله چې کارتیک اریان د سیلفي اخیستلو لپاره د شاه رخ کور ته ورغلی و

هندي اداکار کارتیک آریان څرګنده کړه، چې هغه د شاه رخ خان مینه وال دی او د بالیووډ بادشاه یوازینی مشهور شخصیت دی چې هغه ورسره سیلفي اخیستی.

کارتیک اریان په دې تړاو په خپلو خبرو کې وویل، چې دا پیښه هغه مهال رامنځته شوې وه، کله چې هغه د لومړي ځل لپاره ممبۍ ته تللی و.

د بالیووډ هنګامه په نوم ویبپاڼې سره په خبرو کې کارتیک وویل، کله چې زه په لومړي ځل ممبۍ ته راغلم، نو د شاه رخ خان له کوره بهر د یوه مینه وال په توګه ورغلی وم. هغه وویل چې ویل کیدل چې شاه رخ خان به د یکشنبې په ورځ له کوره راووځي او مینه والو ته به لاس خوځوي.

اداکار وايي، په کومه ورځ چې دی هلته تللی و، شاه رخ خان د ګڼې ګوڼې له منځه تېرېده او په هغه وخت کې یې له هغه سره د عکس اخیستلو چانس ترلاسه کړ.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا کله یې شاه رخ خان ته د دې پېښې په اړه څه ویلي، هغه په ځواب کې ورته وویل، چې نه، ده هېڅکله شاه رخ ته نه دي ویلي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …