کورپاڼه / جالب / ویډیو: د نړۍ په تر ټولو سړه سیمه یاکوشیا کې ژوند څنګه دی؟

ویډیو: د نړۍ په تر ټولو سړه سیمه یاکوشیا کې ژوند څنګه دی؟

یاکوشیا د نړۍ تر ټولو هغه سړه سیمه ده چې هلته انسانان استوګن دي. دا د روسیې په شمال ختیځ کې لېرې سیمه ده، چېرته چې د جنورۍ په میاشت کې د تودوخې درجه تر منفي ۵۰ پورې رسېږي او ځینې وخت خو تر ۷۰ پوررې هم رسېږي.

دا چې په دې سیمه کې ژوند کول څومره ستونزمن دي، په دې اړه یوې ځایي اوسیدونکې نجلۍ یوه داسې ویډیو خپره کړې، چې خلک حیرانوي. دا نجلۍ کاییون بي نومېږي خو اویمهال د چین په بیجینګ کې اوسېږي.

هغې په یاکوشیا کې د ژوند په اړه ویډیوګانې پر ټولنیزه رسنۍ خپروي او په هغې لېدل کېږي، چې هغوی د اس او ماهي خام کنګل شوې غوښه خوري او اوبه د واورې له ویلي کولو لاسته راوړي.

هغه په یوه ویډیو کې وایي چې د پوستین کوټ یې اغوستی او د کوټ قیمت هم درې زره ډالر دی او خولۍ یې، چې د ګیډرې له پوستکي جوړه شوې، درې سوه ډالر قیمت لري، خو په دې لباس کې هم هلته انسان طاقت نشي کولی او وایي چې د قطبي هوسیو له پوستکي جوړ شوي بوټونه کاروي.

په ویډیو کې کاییون وایي، دلته له کوره بهر عینکې هم نشو اچولی، ځکه فلزي فریم یې کنګل کېږي او مخ پورې نښلي چې بیا یې کول پوستکی اغېزمنوي او ځایي خلک هم له کوره بهر نه راوځي او کله چې یې کور کې زړه دننه شي نو د څو دقیقو لپاره بهر راوځي او تازه هوا اخلي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …