کورپاڼه / خپلواک / ویرات کوهلي: زه له جنجال جوړولو سره لېوالتیا نلرم

ویرات کوهلي: زه له جنجال جوړولو سره لېوالتیا نلرم

د هند ټیسټ کرکټ پخواني لوبډلمشر ویرات کوهلي د سویلي افریقا پر وړاندې په ټیسټ لوبه کې د خپل ځان او لوبغاړو د چلند په اړه تبصره کړې او ویلي یې دي چې هغه د جنجال پیدا کولو سره هیڅ لېوالتیا نلري او له میدان نه بهر خلک په کره جزییاتو نه پوهیږي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، ویرات کوهلي د سویلي افریقا پر وړاندې د ټېسټ لوبلړۍ وروسته ویلي، زه په دې اړه کومه تبصره نلرم، موږ ټول پوهیږو چې په میدان کې څه پیښ شول او بهر خلک په نه پوهیږي چې هلته څه کیږي.

ویرات کوهلي وویل، که هلته موږ درې ویکټې اخیستي وای، نو لوبه به زموږ په نوم وه. خو اوس چې موږ له دې پېښې مخکې تللي یو، نو د دې مسئلې د غځولو اراده نلرو.

هغه وویل، حقیقت دا دی چې موږ د ټیسټ لوبې په جریان کې پر مخالف لوبډله ډیر فشار را نه وړی او له همدې امله موږ لوبه له لاسه ورکړه.

په میدان کې د خپل چلند په اړه وایي، زه له جنجال راپورته کولو سره هیڅ لېوالتیا نلرم، هغه یو شېبه وه، چې تېره شوه او موږ هم له هغې شېبې را تېر شوي یو.

د ویلو ده چې په کیپ ټاون کې د پاڼۍ په ۲۱م اور کې د سویلي افریقا لوبډلمشر د اشوین په توپ ایل بي ډبلیو شو، خو کله چې ایلګر د ریویو غوښتنه وکړه، هلته توپ له ویکټې پورته و، چې بیا ناسوځېدلی اعلان شو او غبرګون کې یې هندي لوبغاړو ناوړه چلند وکړ او یاده ټیکنالوژي نقد کړه.

دا هم ولولئ

پاکستان ثقلین مشتاق له روزنې لېرې کړ

د پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا له داخلي روزونکي زړه موړی شو او ثقلین …