کورپاڼه / روغتيا / که ویښته مو له وخته وړاندې سپین وي؛ په دې ډول یې تور کړئ

که ویښته مو له وخته وړاندې سپین وي؛ په دې ډول یې تور کړئ

د عمر په تېرېدو سره د وېښتانو سپينېدل يوه طبيعي پروسه ده، خو که له وخته مخکې یې سپينېدل پيل شي، نو ستونزې رامنځته کوي، خو ډاکټر ته د تللو او د بېلابېلو کيمياوي موادو لرونکي درملو کارولو ته اړتيا نشته.

ځکه چې د دې ستونزې د درملنې لپاره کورنی درمل هم شته، چې کولی شي ویښتان له ریښو څخه تور کړي او په کارولو سره یې تاسو کولی شئ چې په څو ورځو کې له خپلو ویښتو تللی تور رنګ بیرته ترلاسه کړئ.

لومړۍ نسخه:

۱- لږ غوندې آمله او ګونځلې به سره ګډ کړئ او د شپې به یې په خامو شېدو کې واچوئ.

۲- سهار به یې په ښه ډول پر سر ووهئ او کله چې وچ شو، نو دوه ساعت پس به یې ووینځئ

۳- دا نسخه تر یوې مودې پورې وکاروئ نو وېښته به مو تور شي.

دویمه نسخه:

۱- که ویښته مو له وخته وړاندې د کمزورۍ په سبب سپینېږي، خو له ډوډۍ وروسته اغوز وخورئ.

۲- د یوې میاشت مودې پورې دا کار وکړئ نو ویښته به مو تور شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …