کورپاڼه / کرکټ / د کرکټ د یوې لوبې پرمهال د هلک هوښیارتیا ټول حیران کړل

د کرکټ د یوې لوبې پرمهال د هلک هوښیارتیا ټول حیران کړل

د کرکټ د یوې لوبې په ترڅ کې یوه په زړه پورې پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یو هلک د حیرانوونکې کارنامې په ترسره کولو سره د ټولو پام ځان ته راواړوه.

ډېری وختونه د لوبو پرمهال داسې په زړه پورې او بې ساري پیښې رامینځته کیږي، چې ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي او لیدونکي حیرانوي.

همداسې یوه په زړه پورې پیښه په اسټرالیا کې د یوې لوبې په ترڅ کې رامنځته شوه او یوه هلک هلته خپله بې ساري هوښیارتیا وښوده او د ټولو پام یې ځان ته واړاوه او مینه وال یې د لیدو لپاره ودرېدل.

دا داسې کیسه وه چې یوه هلک د لوبې په جریان کې د روبیکيو لوبه ترسره کړه او دا لوبه د ذهني تجربې یوه لوبه ده، چې په کې د مختلفو رنګونو ډبو ته یو ترتیب ور کول کېږي.

دا هلک په خپله لوبه کې دومره بوخت و چې هغه چا ته هم پام نه و او په ویډیو کې لېدل کېږي چې هغه په څومره هوښیارۍ سره ټول رنګونه په یو ترتیب سره یوځای کوي.

هلک د هوښیارتیا په ښودلو سره هلته موجود مینه وال هم د هغه په ​​کارکردګۍ خوشحاله شول او په شور او غوغا سره یې خوښي څرګنده کړه او د هلک د هوښیارتیا ستاینه وکړه.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Muhammad Sajid Khan (@humtum614)

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …