کورپاڼه / جالب / هغه بنګله دېشۍ مېرمن چې شل کاله وړاندې یې د عملیاتو پرمهال په خېټه کې قینچیانې پاتې شوې وې

هغه بنګله دېشۍ مېرمن چې شل کاله وړاندې یې د عملیاتو پرمهال په خېټه کې قینچیانې پاتې شوې وې

په بنګله دېش کې یوې مېرمنې شل کاله وړاندې عملیات ترسره کړي و، خو د عملیاتو په ترڅ کې له ډاکټرانو د هغې په خېټه کې قینچیانې پاتې شوې وه، چې شل کاله وروسته ترې اوس ویستل شوې.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دا میرمن بچینا نومېږي او ۵۵ کاله عمر لري. نوموړې په ۲۰۰۲ کال د تیږو عملیات وکړب او له هماغه راهیسې له پرلپسې درد سره ژوند کاوه او هماغه وخت چې کله بیا ډاکټر ته ورغله نو هغه ورته وویل چې درد یې عادي دی، خپله ښه کېږي.

خو د میرمنې درد ښه نه شو او بل ډاکټر ته لاړه چې هغه هم ځینې درمل ورکړل او رخصت یې کړه، دا لړۍ تر کلونو روانه وه او د خپلې درملنې لپاره بیچاره میرمنې دوه مېښې هم خرڅې کړې.

خو له بده مرغه چې د بچینا ټولې هڅې بې ګټې وې او په وروستیو کې یې درد د زغم وړ نه و او د ډاکټر په مشوره یې د ایکسری معاینات له مخې معلومه کړه، چې شل کاله وړاندې د عملیاتو پرمهال یې خېټه کې قینچیانې پاتې شوي.

د تېرې شنبې په ورځ هغه په یوه ځایي روغتون کې بستر شوه، ډاکټرانو یې د شکر کنترولولو لپاره هڅې وکړې او بالاخره د عملیاتو په مرسته یې ترې شل کاله پخوانۍ قینچیانې ویستلې او اوس رکه، روغه ده.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …