کورپاڼه / روغتيا / د شپې له وېده کېدو دمخه دوه دانې لونګ خوړل څه ګټه لري؟

د شپې له وېده کېدو دمخه دوه دانې لونګ خوړل څه ګټه لري؟

لونګ په هر کور کې په ډېره آسانۍ سره موندل کېږي، دا په پخوانیو وختونو کې د درملو په توګه کارېدل. د لونګو په جوړښت کې اوسپنه، میګنیزیم، پوتاشیم، فایبر، وټامینونه او اومیګا تري فیټي اسید موندل کېږي. چې همدا توکي د بدن د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي.

که چېرته هره شپه د وېده کېدو دمخه دوه دانې لونګ او یوه پیاله اوبه وڅښل شي، نو په دې سره به د معدې تېزابیت، قبض، د خېټې درد او د خېټې اړوند ټولې ستونزې حل شي.

ځیني کسان د سګریټو په څښلو او د نشې په کولو عادت وي، چې په همدې سبب یې خوله بدبوی کوي، خو د لونګو په استعمال سره له یادې ستونزې څخه د تل لپاره ژغورل کېږئ. دغه راز د لونګو په جوړښت کې په زیاته اندازه کلسیم هم موندل کېږي، چې په کارولو یې هډوکي قوت مومي او په منظم ډول یې استعمالول د بندونو د درد ستونزه هواروي.

په ورځني ډول د لونګو دوه دانې خوړل وینه پاکوي، چې په همدې ډول د بدن ټوله خرابه وینه ختموي. په عمومي توګه لونګ د درملو په څېر هم استعمالېږي، چې تریخ خوند لري، خو اغېز یې سوړ وي. لونګ د سترګو ناروغي، د غاښونو ستونزې، ټوخی، ګیس، ګانګې او د ډېرې تندې لپاره ګټور وي.

د دوو لونګو په خوله کې د ایښودلو او د مزې په تېرولو سره د خېټې درد کمېږي، د هضم په سیستم کې ښه والی راولي او د ګیس ستونزه هواروي. د لونګو تیل د سر درد لپاره ګټور وي او د خولې بدبویي ختموي.

لونګ، د کشمالي یا ریحان پاڼې او د ادرکو چای د ټوخي، زکام او سر درد لپاره ګټور تمامېږي. د لونګو په خوله کې ایښودل ټوخي بندوي. دغه راز لونګ په ځینو کریمونو، پوډرو او نورو توکو کې د خوند او بوی لپاره استعمالېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …