کورپاڼه / خپلواک / هند د ويسټ انډيز لوبډله تش لاس بېرته ولېږله
کيرون پولارډ او ويراټ کوهلي

هند د ويسټ انډيز لوبډله تش لاس بېرته ولېږله

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): هند او ويسټ انډيز په هند کې د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبلړۍ ترسره کړې، چې هند په دواړو لوبلړيو کې بريا خپله او د ويسټ انډيز لوبډله يې له هند نه بېرته تش لاس ويسټ انډيز ته ولېږله.

تېره ورځ د هند او ويسټ انډيز ترمنځ د درې يو ورځنيو لوبو وروستۍ لوبه د هند په کټاک کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه هند وګټله او لومړى يې ويسټ انډيز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ويسټ انډيز په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٣١٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيکولاس پوران ٨٩، کيرون پولارډ ٧٤ ناسوځېدلې، شاى هوپ ٤٢، روسټون چېس ٣٨ او شيمرون هيټماير ٣٧ منډې وکړې.

د هند له لوري نوديپ سېني ٢، شردل ټاکر، محمد شامي او رويندرا جډيجا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٣١٦ منډو هدف د هند لوبډلې په ٤٨.٤ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٤ ويکټو يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته ماته ورکړه، چې د لوبې تر څنګ يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د هند له لوري ويراټ کوهلي ٨٥، کى ايل راهول ٧٧، روهيت شرما ٦٣ او رويندرا جډيجا ٣٩ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ويسټ انډيز له لوري بيا کيمو پاول ٣، شيلډون کاټرېل، جېسن هولډر او الزاري جوسيپ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ويراټ کوهلي ترلاسه کړه او د درې يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ غوره لوبغاړي جايزه روهيت شرما ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې هند او ويسټ انډيز د درې شل اوريزو او درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ترسره کړې. په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هند په ٦ ويکټو بريا خپله کړه، دويمه شل اوريزه لوبه کې ويسټ انډيز په ٨ ويکټو بريا خپله کړه او په دريمه شل اوريزه لوبه کې هند په ٦٧ منډو بريا خپله او په ٢-١ سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه. همدا راز په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې ويسټ انډيز په ٨ ويکټو بريا خپله کړه، دويمه يو ورځنۍ لوبه کې هند په ١٠٧ منډو بريا خپله کړه او دريمه يو ورځنۍ لوبه کې هند په ٤ ويکټو بريا خپله کړه چې د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ يې هم په ٢-١ وګټله.

ويسټ انډيز د هند په سفر کې له افغانستان سره هم د درې يو ورځنيو او درې شل اوريزو لوبلړۍ او يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه، چې د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ويسټ انډيز په ٣-٠ وګټله، د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ افغانستان په ٢-١ وګټله او يوازينۍ ټېسټ لوبه هم ويسټ انډيز وګټله.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …