کورپاڼه / خپلواک / پاکستاني نسيم شاه ريکارډ جوړ کړ
نسيم شاه

پاکستاني نسيم شاه ريکارډ جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): پاکستان تر لس کلونو ځنډ وروسته په خپل هېواد کې ټېسټ سيالۍ ترسره کړي او د دوه ټېسټ سياليو په دويمه لوبه کې يې د سريلانکا لوبډلې ته ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه، د پاکستان چټک توپ اچونکي نسيم شاه بيا د کم عمره توپ اچونکي ريکارډ جوړ کړې چې ٥ لوبغاړي يې وسوځول.

د سريلانکا او پاکستان ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې چې د پاکستان په کراچۍ کې ترسره شوه، پاکستان د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١٩١ منډې وکړې، چې له ډلې يې اسد شفيق ٦٣ او بابر اعظم ٦٠ منډې وکړې. د سريلانکا له لوري لاهيرو کماره او لاسيت ايمبولډينيا ٤-٤ او ويشوا فرنانډو ٢ لوبغاړي وسوځول.

سريلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٧١ منډې وکړې، چې له ډلې يې دينيش چنديمل ٧٤ او ديلروان پيريرا ٤٨ منډې وکړې. د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي ٥، محمد عباس ٤ او حارث سهېل ١ ويکټ واخيسته.

پاکستان په دويمه پاڼۍ کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٥٥٥ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړه، د دوى له ډلې عابد علي ١٧٤، شان مسعود ١٣٥، اظهر علي ١١٨ او بابر اعظم ١٠٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سريلانکا له لوري لاهيرو کماره ٢ او لاسيت ايمبولډينيا ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٤٧٦ منډو د هدف په تعقيب کې د سريلانکا ټوله لوبډله په ٢١٢ منډو وسوځېدله، چې په ٢٦٣ منډو يې له پاکستان نه ماته وخوړله. د سريلانکا له لوري اوشاډا فرنانډو ١٠٢ او نيروشان ډيکويلا ٦٥ مندې وکړې.

د پاکستان له لوري نسيم شاه ٥، ياسر شاه ٢، شاهين شاه اپريدي، محمد عباس او حارث سهېل ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د دوه ټېسټ لوبو په لوبلړۍ کې يوه لوبه بې نتيجې پاى ته ورسېده او په دويمه کې پاکستان بريا خپله کړه چې په دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه. د لوبې او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه عابد علي ترلاسه کړه.

پاکستان که يو لوري ته لس کاله وروسته په خپل هېواد کې ټېسټ لوبه وکړه، نو بل لوري ته يې بريا هم خپله کړه، همدا راز د پاکستان چټک توپ اچونکى نسيم شاه د ١٦ کالو او ٣٠٧ ورځو په عمر کې ٥ لوبغاړي وسوځول، چې د تر ټولو کم عمره چټک توپ اچونکي ريکارډ يې مات او په خپل نوم يې کړ، چې په ټېسټ سياليو کې پنځه لوبغاړي سوځوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …