کورپاڼه / خپلواک / سپين غر د بوست لوبډله ماته کړه
سپين غر لوبډله

سپين غر د بوست لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو په پنځه ويشتمه لوبه کې د سپين غر لوبډلې د بوست لوبډلې ته د ٦ ويکټو په توپير ماته ورکړه.

دغه لوبه چې د خوست کرکټ لوبغالي کې د دسمبر په ٢١مه پيل شوې وه، د لوبې پچه بوست ګټلې او توپوهنه يې غوره کړې وه.

بوست په لومړۍ پاڼۍ کې په ٦١ منډو وسوځېده، چې اسلام ځاځي پکې تر ټولو زياتې ١٦ منډې وکړې. د سپين غر له لوري فريد احمد ٦ او وفادار مومند ٤ لوبغاړي وسوځول.

سپين غر په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٨٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې وحيد الله شفق ١٢٠، ناصر خان ٥١ او زبېد اکبري ٣٧ منډې وکړې.

د بوست له لوري روښان بارکزي او محمد هاشم ٤-٤، نويد محمد کبير او عبدالله ترخيل ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

بوست لوبډلې په خپله دويمه پاڼۍ کې ٣٩٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې منير احمد کاکړ ١٧٧، صديق الله پاچا ٩١، نظير احمد ٤٤ او عبدالله ترخيل ٣٦ منډې ترلاسه کړې.

د سپين غر له لوري نجيب تره کي ٤، ارشد خان ٢، زبېد اکبري، فطرت الله خاورې، وفادار مومند او فريد احمد ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٦٨ منډو هدف د سپين غر لوبډلې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٦ ويکټو يې د بوست لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوى له لوري زبېد اکبري ٧٣ ناسوځېدلې او شبير نوري ٥٦ منډې وکړې.

د بوست له لوري نويد محمد کبير ٢، روښان بارکزي او محمد هاشم ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه فريد احمد ترلاسه کړه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٦ او په دويمه کې يې ١ ويکټ ترلاسه کړې وه.

د يادولو ده د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې هم د امو او بند امير زون لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده، چې نن به پاى ته ورسېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …