خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو نامتو فلمي ستورې سشميتا سين له ډېرې مودې راهيسې له فلمي نړۍ ليرې شوې وه، خو اوس تازه ويل کېږي چې هغه يو ځل بيا په هندي فلمونو کې راروانه ده.
د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، دا خبره سشميتا سين په خپله کړې ده. هغه وايي چې ډېره موده وروسته يو ځل بيا هندي فلمونو کې راروانه يم. هغه ١٠ کاله فلمونو نه ليرې وه، چې په دې خبره يې مينه وال ډېر خوشحاله دي.
سشميتا سين په خپل انسټاګرام کې يو انځور خپور کړى دى او له هغې سره يې ليکلي دي، چې ١٠ کاله وروسته يو ځل بيا په فلم کې د راتلو تيارى نيسي.
هغې که څه هم د خپل راروان فلم په اړه څه نه دي ويلي، خو دا يې ويلي دي چې د خپلې کشرۍ لور اليسا لپاره يې فلمونه پرېښي و، تر څو د هغې ښه پاملرنه او ساتنه وکړي.
سشميتا سين همدا راز وايي، چې د مشرۍ لور لپاره يې له فلمونو څخه دمه نه وه اخيستې او هغه مهال يې کار ته دوام ورکړى و، د دويم لور پر مهال يې پرېکړه وکړه چې د يو څه وخت لپاره له فلمونو دمه وکړي.
د يادولو ده چې سشميتا سين واده نه دى کړى، خو دوه يتيمې ماشومې يې له يتيمخانې اخيستي او د خپلو لوڼو په څېر يې پالنه کوي. هغه په دې ورځو کې د کشميري موډل روهمن شال سره يارانه هم پيل کړې ده.
٤٤ کلنې سشميتا سين په ١٩٩٤ کال کې د مس يونيورس يا د کاينات د ښکلا جايزه ګټلې وه، چې هغه مهال ١٨ کلنه وه. له هغه وروسته په ١٩٩٦ کال کې يې په هندي فلم (دستک) کې کار وکړ او فلمي نړۍ ته راغله. سشميتا سين تراوسه پورې په ٣٤ فلمونو کې کار کړى دى، چې د هندي فلمونو تر څنګ په تامل او بنګالي فلمونو کې هم کار کړى دى. همدا راز هغې يو شمېر فلمي جايزې هم ګټلي دي.