کورپاڼه / خپلواک / عاليه بټ او رنبير کپور په ٢٠٢٠ کې واده کوي
عاليه بټ او رنبير کپور

عاليه بټ او رنبير کپور په ٢٠٢٠ کې واده کوي

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): د رنبير کپور او عاليه بټ د يارانې خبره له هيچا پټه نه ده او د دواړو ترمنځ د مينې کيسې له ډېر وخت راهيسې د رسنيو سرټکي هم ګرځي، ځکه دا دواړه ډېرى مهال يو ځاى ليدل کېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، تازه يو ځل بيا د رنبير کپور او عاليه بټ د واده اوازې خپرې شوې دي. دوى وايي چې رنبير او عاليه په راتلونکي کال ٢٠٢٠ کې واده کوي.

په راپورونو کې ويل کېږي، چې رنبير کپور او عاليه بټ د واده لپاره له فلمونو د يو کال دمه يا رخصتي هم اخيستې ده او غواړي چې واده په هند کې وکړي.

دواړو پلان جوړ کړى دى چې د هند په ښايسته سيمه کشمير کې واده وکړي او د دواړو کورنيو د دغه واده لپاره تيارى روان کړى دى. ويل کېږي چې عاليه بټ چې کله په کشمير کې د (راضي) فلم ثبت کاوه، نو هماغه وخت يې کشمير خوښ شوى و او پلان يې و چې واده به په کشمير کې کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، که څه هم رنبير کپور او عاليه بټ ډېرى ځل د خپل واده خبرونه اوازې وبللې او رد يې کړې، خو تازه ويل کېږي چې د دواړو کورنيو دغه واده ته غاړه ايښې ده او اوس د واده لپاره په تيارۍ بوخت دي.

د يادولو ده چې عاليه بټ او رنبير کپور په لومړي ځل په (برهماستر) فلم کې يو ځاى کار کړى دى. دا فلم د ٢٠٢٠ کال په ګرمۍ کې نندارې ته وړاندې کېږي، خو د فلم ډايريکټر يا لارښود ايان مکرجي او جوړونکي يا پروډيوسر کرن جوهر بيا ويلي دي، چې دوى نه شي کولاى د فلم ايډيټنګ تر ٢٠٢٠ کال ګرميو پورې خلاص کړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …