د استرالیا مخکښ الراونډر ګلېن مکسویل په بیګ باش کې لومړی توپ وهونکی شو چې تر ټولو لوړه ځانګړې پاڼۍ لوبوي.
ګلېن مکسویل د چهارشنبې په ورځ د استرالیا په لیګ بیګ باش کې د میلبورن سټارز په استازیتوب د هوبارټ هوریکنز په وړاندې په ۶۴ توپونو د ۱۵۴ ناسوځېدلو منډو ریکارډ جوړ کړ.
د مکسویل په دې چټکه پاڼۍ کې ۲۲ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې او په دې سره په بیګ باش کې لومړنی لوبغاړو شو چې دا کارنامه ترسره کوي.
له مکسوسل وړاندې د استرالیا یو بل الراونډر مارکوس سټوینس ۱۴۷ منډې جوړې کړې وې، چې هغه یې شاته پرېښود او دغه مقام یې ترې خپل کړ.
په دې لوبه کې میلبورن سټارز د هوبارټ هوریکنز لوبډلې ته د ۲ ویکټو په زیان ۲۷۴ هدف ټاکلی و، چې دا په دې لیګ کې تر ټولو ستر هدف و.