کورپاڼه / خبرونه / د ۲۰۲۲ کال د نړیوال شل اوریز جام مهالویش اعلان شو؛ د افغانستان د لوبو نېټې دلته ولولئ

د ۲۰۲۲ کال د نړیوال شل اوریز جام مهالویش اعلان شو؛ د افغانستان د لوبو نېټې دلته ولولئ

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام مهالویش، چې د استرالیا په کوربتوب ترسره کېږي، بشپړ او اعلان کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د راپور له مخې، د شل اوریز نړیوال جام لپاره به د لارموندنې لوبې، یعنې لومړی پړاو به یې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه پیل شي او د اکتوبر په ۲۱مه نېټه به پای ته ورسیږي.

د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام په څېر به له لومړي پړاوه څلور لوبډلې سوپر (۱۲) پړاو ته راشي او هلته به له مخکې کوالیفایر شویو اتو لوبډلو سره یوځای او په دوه ګروپونو به وویشل شي.

افغانستان په (ای) ګروپ کې له استرالیا، انګلستان، نیوزیلېنډ او دوه نورو هغه لوبډلو سره، چې کوالیفایر کوي، مخ شي. او په (بي) ګروپ کې سویلي افریقا، هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او دوه نورې د کوالیفایر لوبډلې شاملې دي.

افغانستان به په ګروپي سیالیو لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۲مه له انګلستان، دویمه لوبه د اکتوبر په ۲۶مه له نیوزیلېنډ، دریمه د اکتوبر په ۲۸مه او څلورمه د نومبر په لومړۍ د کوالیفای لوبډلو سره او وروستۍ به د نومبر په څلورمه نېټه د کوربه استرالیا پر وړاندې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …