کورپاڼه / خبرونه / راشد خان په کرکټ کې نوی فلیک شارټ رامنځته کړ

راشد خان په کرکټ کې نوی فلیک شارټ رامنځته کړ

د لوبو مشهور خبري اژانس کریک انفو ویبپاڼې پر ټویټر کې د راشد خان هغه ویډیو خپره کړې، چې هغه پکې د تمرین یا پریکټس پرمهال لېدل کېږي او نوی ډول فلیک شارټ وهی.

کریک انفو په خپل ټویټ کې راشد خان مخاطب کړی او لیکلي دي چې، راشد خان تل نوی څیز تخلیق یا رامنځته کوي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې راشد خان په نوي انداز کې د دواړو پښو ترمنځ فلیک شارټ لوبوي، چې له هغې وروسته د خوښۍ څرګندونه هم کوي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په دې وروستیو کې په بیګ باش لیګ کې په یوه لوبه کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره د ۶ لوبغاړو په سوځولو سره تاریخ جوړ کړ او د بیګ باش لیګ په تاریخ کې دریم توپ اچونکی شو چې ۶ ویکټې اخلي.

د دې ترڅنګ راشد خان د شل اوریزه لوبو په درجه بندۍ کې په پنځم مقام کې ځای لري، هغه په خپل شل اوریز نړیوال کیرېر کې تر اوسه ۵۶ لوبې کړي چې ۱۰۳ وېکټې یې اخیستې دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …