د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او هغوی ته یې د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه.
دا د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې دویمه لوبلړۍ او د روانې لوبلړۍ اوله لوبه ده چې په قطر کې ترسره کېږي، د لوبې په پیل کې هالېنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
د افغانستان لوبډلې د لوبې پیل کې رحمان الله ګربز له لاس ور کړ، همدا و چې لوبه ورو شوه او افغان لوبډلې تر اخره د زیاتو منډو جوړولو ته زړه ښه نه کړ.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې او د هالېنډ لوبډلې ته یې ۲۲۳ د منډو هدف وټاکه.
د ملي لوبډلې لخوا رحمت شاه او حشمت الله شهیدي غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ترتیب یې ۷۰ او ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.