کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اډلیډ سټریکرز اوله ایلینمټري لوبه وګټله

اډلیډ سټریکرز اوله ایلینمټري لوبه وګټله

نن په بیګ باش لیګ کې ایلیکس کیري او میتیو شارټ غوره لوبه وکړه، ډواړو په ترتیب ۶۷ او ۸۹ منډې وکړی او اډلیډ سټرایکرز ته یې بریا ور په برخه کړه.

د بیګ باش لیګ اوله ایلیمنټري لوبه د هوبارټ هوریکنز او اډلیډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې اډلیډ پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

اډلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې وکړې، د دوی له لورې ایلیکس کیري ۶۷ او میتیو شارټ ۸۹ زیاتې منډې وکړې.

د هوبارټ هوریکنز له لورې ریلي میردیت او ټام روګریس ۲-۲، سکاټ بولېنډ او ویل فارکر په دې وتوانېدل چې ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړي.

هوبارټ هوریکنز د ۱۸۹ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او په ۲۲ منډو یې لوبه وبایلله.

د دوی له لورې کلیب جیوال ۳۵ او ډي ارکی شارټ ۵۶ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د اډلیډ سټرایکرز لخوا پیټر سډل ۴، هینري ټرنټن او هینري کانوي ۲-۲، میتیو شارټ او فواد احمد ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …