خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو په ٢٤مه لوبه کې بند امير لوبډلې د امو لوبډلې ته د ٨ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د دسمبر په ٢١مه نېټه پيل شوه، د لوبې پچه امو لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
امو لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ٢١٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې عبدالواسع ٨١ ناسوځېدلې او عبدالهادي ٣٥ منډې وکړې. د بند امير له لوري پروېز امين ٥، کريم جنت ٢، رسول خان او امير حمزه ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
بند امير په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٧٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې عمران جنت ٧٢، امان الله رفيقي ٥٥ او ضيا الحق ٤٥ منډې وکړې. د امو له لوري عبدالواسع ٤، نورالله ٣ او ابراهيم ٢ ويکټې ترلاسه کړې.
امو لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې ٢٦٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې عبدالواسع ٥٦ ناسوځېدلې، عبدالرزاق ٤٧ او عبدالباسط ٣٠ منډې وکړې. د بند امير له لوري امير حمزه ٦، پروېز امين ٣ او نصرت الله ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ٢٠٤ منډو هدف د بند امير لوبډلې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٨ ويکټو يې د امو لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوى له لوري امان الله رفيقي ١١١ ناسوځېدلې او ضيا الحق ٦١ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز د امو له لوري ابراهيم او عبدالواسع ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې په وروستۍ او پنځويشتمه لوبه کې بيا سپين غر د بوست لوبډلې ته ماته ورکړه، چې په احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو کې يې لومړى مقام خپل او د دغه سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.